م.م: جاپان له افغانستان سره د یونیم میليون ډالرو مرسته کړې
۱۴۰۳ دی ۲۵, سهشنبهد ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (یو ان اف پي اې) د دوشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ چې جاپان افغانستان له پاره د یونیم میليون ډالرو په ارزښت یوه نوې کمکي بسته بېله کړې ده. دغه سازمان وايي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک روغتيايي مرستو ته اړتیا لري.
ورته نور ولولئ: یوناما له طالبانو غوښتي چي د بشري حقونو نړیوالي ژمني ومني
یاد سازمان وايي، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق به د جاپان د دغو نوو مرستو په ترلاسه کولو سره، د افغانستان په کندهار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د خلکو روغتیايي ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه خپلې هڅې چټکې کړي. مشخصه شوې دغه پيسې به په یادو ولایتونو کې د حامله ښځو، ماشومانو، د ځوانانو د روغتیا او د اړمنو خلکو ټولنیز-رواني ستونزو ته د رسېدګۍ له پاره لګول کيږي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د یوې اعلاميې په خپرولو ویلي دي چې د جاپان دغه مالي مرستې په یو کليدي وخت کې کیږي او افغانستان لا هم له یو اوږدمهاله او د ودې په حال کې بشري بحران سره لاس او ګریوان دی.
ورته نور ولولئ: سويس د افغانستان له خلکو سره ۲،۶ ميليونه ډالره مرسته کړې
دغه سازمان په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د اړتیاو پر پلان او بشري مرستو ته رسیدګۍ ته په اشارې ويلي چې اوس مهال د افغانستان د نفوس له نیمايي ډېره برخه بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۱۷ میلیونه ېې د روغتيايي خدماتو په برخه کې ملاتړ ته ضرورت لري.
دغه صندوق زیاته کړې چې تازه مرستې د یوه کال له پاره د شاوخوا ۶۰زره ښځو، نجونو او د پنځه کلونو ښکته عمرلرونکحو ماشومانو د نجات ورکوونکو خدمات تضمین کوي. دغه خدمات به په ځانګړې توګه د حاملګۍ وخت روغتيايي مراقبتونو، د مور او نوو زېږېدلو ماشومانو د صحت او ټولنیزو رواني ستونزو ته د رسېدګۍ په برخو کې وي.
ورته نور ولولئ: «جي آی زید» سازمان د افغانستان له خلکو سره همکارۍ ته ادامه ورکوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق استازي، کوابیا آسانته - نیتیاموا، د جاپان له نوو مرستو ستاینه کړې ده. هغې ويلي: «موږ د جاپان حکومت د تکميلي مرستو ستاینه کوو کوم چې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ته دا توان وربخښي چې تر ټولو زیانمېدونکو خلکو ته يو لاس او پراخ روغتيايي خدمات وړاندې کړي.»
هغه وويل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونزې د ورځې په تېرېدو ډيریږي: «په داسې وخت کې چې افغان ښځې او نجونې له بې سارو ستونزو سره مخ دي او دغه نوې مالي مرستې یو ځل بیا له هغوی څخه زموږ د محافظت پر ژمنه ټینګار کوي.»
ورته نور ولولئ: د کانګرس غړی؛ ترمپ دې د «طالبانو تمويل» ته د پای ټکي کيږدي
د ملګرو ملتونو د جمعيت يا نفوسو صندوق ټينګار کړی چې دغه نوښت د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ماموریت له نوښت سره همغږی دی تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ څوک د روغتیاي خدماتو او ټولنیزو رواني ستونزو په ملاتړ کې له پامه ونه غورځول شي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې روغتيايي اسانتیاوې په کې کمې دي.