1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رپوټ: ماسک د ترینګلتیاو کمولو په موخه د ایران سفير سره کتلي

۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعه

نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی چې د ترمپ نژدې متحد ایلان ماسک، او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني، د دوشنبې په ورځ کتلي دي. د دغې کتنې موخه د ایران او امریکا ترمنځ د تریګلتياوو راکمېدا ښودل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4n30x
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازی امیر سعید ایرواي (ښي لور) او د ترمپ سیاسي متحد ایلان ماسک
د نیویارک ټایمز مطابق، ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي امیر سعید ایرواي (ښي لور) او د ترمپ سیاسي متحد ایلان ماسک له یو بل سره کتلي ديانځور: Bonnie Cash/picture alliance - BRYAN R. SMITH/AFP

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، رپوټ ورکړی چې د پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې امریکايي ميلياردر ایلان ماسک، او د دونالد ترمپ سیاسي متحد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران له استازي سره کتلي دي. دغه کتنه د تهران او واشنګټن تر منځ د ترنګلتیاو د راکمېدو له پاره د يوې هڅې په توګه توصیف شوې ده.

د دوو ایراني چارواکو چې نومونه ېې نه دي ښودل شوي له قوله ويل شوي دي چې د ماسک او سعید ایرواني ترمنځ دغه کتنه «مثبته» توصیف شوې ده.

د دونالد ترمپ له ټاکنیز کمپاینه تر قوي ملاتړ وروسته، اوس داسې ښکاري چې د نړۍ تر ټولو بډایه شخص ایلان ماسک، د «قدرت په دهلیزونو» کې یو لوړ ځای موندلی دی، حتی تر هغه هم لوړ چې ترمپ تېره اوونۍ د هغه له پاره اعلان کړ. ترمپ هغه په خپل راتلونکې حکومت کې د «حکومت د موثريت» ادارې مسئول معرفي کړ.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر اساس، ماسک او د ایران سفير د دوشنبې په ورځ په یو مخفي ځای کې تر يو ساعت ډېر وخت ملاقات لرل. خو د ترمپ ټیم او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازولۍ دغه کتنه تائيد کړې نه ده.

دوو ایراني چارواکو یادې امریکايي ورځپاڼې ته ويلي دي چې له ماسک سره کتنه د ایران له پاره د دې په خاطر یو فرصت وو چې د امریکا حکومت له یوه چارواکي سره د مخامخ کتنې څخه د ډډې کولو امکان ېې برابراوه، ځکه چې ماسک لا تر اوسه کوم مقام نه لري.

ترمپ د ایران په هکله متناقض زیګنالونه لېږدوي

که چېرته د ماسک او ایرواني، ترمنځ دغه کتنه تائيد شي نو دا ښيي چې ترمپ د ایران په تړاو په خپله ديپلوماسۍ کې جدي دی. ترمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ایران د اتومي پروګرام له تړونه چې د بارک اوباما په وخت کې لاسلیک شوی وو، ووت او پر ځای ېې د ایران د تحریمونو په سختولو د «حد اکثر» فشار سیاست تعقیب کړ.

په دې منځ کې د اسرائيل دريځ لا تر اوسه روښانه نه دی. ترمپ د اسرائيل له صدراعظم بنیامين نتنیاهو سره نژدې اړيکې لري. ترمپ تر دې مخکې نه یوازې د حماس پر ضد د جګړې د ادامې پلوي کړې، بلکې پر اسرائيل د ایران تر حملې وروسته ېې پر تهران د ځوابي پوځي حملې غوښتنه هم کړې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې د یو معتدل سیاستوال په توګه پېژندل کیږي، د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې مشر ته چې د پنجشنبې په ورځ ېې ایران ته سفر وکړ، وويل چې تهران غواړي د اټومي تړون په هکله ابهامونه له مخې لېرې کړي. 

nka/af/mks/nz (AFP, Reuters)