1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یرغمل شویو د خوشی کولو له پاره حماس ته د ترمپ اولتیماتوم

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ اعلان کړی دی چې په غزې تړانګه کې یرغمل شوي کسان دې باید د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰ نیټې خوشې شي، که نه نو هغه کسان به له سختو پایلو سره مخامخ شي چې د بشریت پر وړاندې د جنایت مرتکب شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nfgc
د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ
د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ په غزه کې د یرغمل شویو د ازادولو له پاره حماس ته اولتیماتوم ورکړی دی.انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د هغو یرغمل شویو د ازادولو غوښتنه وکړه چې په غزې تړانګه کې بندیان دي. ترمپ په خپل ټولنیز پلټفارم «تروث سوشیال» کې لیکلي دي:«که یرغمل شوي د ۲۰۲۵ تر ۲۰ پورې خوشې نه شي، هغه ورځ چې زه به د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ویاړ ترلاسه کوم، په منځني ختیځ کې به جهنم جوړ شي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره چې په قدرت کې دي او د بشریت ضد دغه جنایت یې کړی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «د دې پيښې مسئولین به د امریکا په اوږده تاریخ کې ترهر چا ډیر سخت او زیاته ضربه وویني» ترمپ په غټو ټکو دغه جمله ولیکله «یرغمل شوي همدا اوس خوشی کړئ»

اټکل کیږي چې ۶۰ یرغمل شوي لا ژوندي دي

حماس ترهګرې ډلې او نورو اسلامپاله ډلو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ نیټه په اسرائیل کې شاو خوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر۲۵۰ ډیر نور یې یرغمل ونیول. ویل کیږي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰ کسان همدا اوس په غزې تړانګه کې بندیان دي. د کارپوهانو په اند له دې ډلې احتمالاً له ۵۰ تر ۶۰ کسانو پورې لا ژوندي دي. له یرغمل شویو څخه څو کسان یې پر اسرائیل سربیره د المان یا امریکا تابعیت درلودونکي هم دي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲ نیټه) اعلان وکړ چې یو بل کس په غزې تړانګه کې وژل شوی دی. هغه د اسرائیل عسکر و، خو په نیویارک کې زیږیدلی و او د تښتول کیدو پر مهال ۲۱ کلن و. د اسرائیلي سرچینو په حواله دغه کس د اکتوبر د اوومې په برید کې وژل شوی و، خو له هغه وخت راهیسې یې جسد په غزې تړانګه کې ساتل شوی دی.

بل لور ته د امریکا حکومت اعلان کړی دی چې دغه کس د متحده ایالاتو تابعیت هم درلود. د یرغمل شویو د عزیزانو په حواله نوموړی په امریکا کې لوی شوی و او وروسته په پوځ کې د شاملیدو له پاره اسرائیل ته تللی و.

د امریکا متحده ایالاتو اوسني ولسمشر جو بایدن له څو میاشتو راهیسې د سیمې د یوه شمیر هیوادونو په ګډون د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې موافقې رامنځته کیدو هڅه وکړه چې تر اوسه پورې یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

حماس ترهګره ډله له غزې تړانګې څخه په بشپړ ډول د اسرائیل د ځواکونو وتل او د جګړې پای ته رسول، د یرغمل شویو د ازادولو له پاره د مخ شرط په توګه وړاندې کوي.

د حماس تر کنترول لاندې روغتیا وزارت د ارقامو له مخې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې په غزې تړانګه کې ۴۴۴۶۰ کسان وژل شوي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2