1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټونکي: د روسیې يو لوړ پوړی جنرال په مسکو کې وژل سوی

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د چارواکو په حواله په مسکو کي د یوې چاودنې په ترڅ کي د روسیې د پوځ لوړپوړی چارواکی وژل سوی دی. د اوکراین د خپلو امنیتي کړیو په وینا، د هغه د وژنې تر شا د اوکراین لاس دی.

https://p.dw.com/p/4oEZx
د اوکراین د خپلو امنیتي کړیو په وینا، د هغه د وژنې تر شا د اوکراین لاس دی.
پلټونکي: د روسیې يو لوړ پوړی جنرال په مسکو کې وژل سویانځور: Mikhail Metzel/TASS/IMAGO

د روسیې د پلټونکو کمېټې خبر ورکړی دی چي د سې شنبې په سهار (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۷) د پلازمینې مسکو په جنوب ختیځ کي د استوگنې یوې ودانۍ ته نیژدې یوه چاودنه رامنځته سوه. په کیف کې د استخباراتي کړیو په وینا، د راډیو اکټیف، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د بریدونو په وړاندې د دفاع له پاره د روسیې د ځواکونو قوماندان، ایګور کیریلوف، د اوکراین د پټو خدماتو SBU له خوا په "ځانګړو عملیاتو" کې ووژل سو. ویل کیږي چي په دغه چاودنه کي د هغه مرستیال هم وژل سوی دی.

Russland, Moskau | Generalleutnant Igor Kirillov informiert über US-militärbiologisches Programm in Ukraine
د روسیې د ځواکونو وژل سوی قوماندان، ایګور کیریلوفانځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

لکه څنگه چي په هغه انځورونو کي چي روسي  رسنیو خپاره کړي دي، لیدل کیږي چي د نوموړې ودانۍ د ننوتو دروازه سخته زیانمنه سوې ده او د ډیرو آپارتمانونو د کړکیو هندارې هم ماتې سوي دي.

بریتانیا په اکتوبر میاشت کي په اوکراین کي د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله پر کیریلوف بندیزونه وضع کړل. د کریملن مشر ولادیمیر پوتین، د دوشنبې په ورځ وویل چي روسي ځواکونه د اوکراین په ټوله جبهه کي برتري لري.

پوتین دروسیې د پوځ له مشرتابه سره په یوه غونډه کې وویل چي د پوځ پرمختګ ګړندی سوی دی. ۲۰۲۴ کال په ګاونډي هیواد کې "هدفونو ته د رسیدو له پاره د بریدونو پریکړنده کونکی کال" دی.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.